IQNA

د حسیني اربعین د زیارتوالو  لپاره د علوی آستان ځانګړی قرآنی پروګرامونه پلان کړي

10:54 - August 13, 2024
د خبر لمبر: 3489687
ایکنا – د علوي مقدس آستان دارالقران الکریم د حسینی اربعین د زیارتوالو ځانګړي قرآني پروګرامونو د اجرا لپاره په دغه موسم کې د ۲۵۰قرآني سټالونو د پلانونې خبر ورکړی دی.

ایکنانیوز د علوي مقدس آستان د اطلاع رسونې د وبسایټ له قوله راپور راکړ،د قرآني پرګرامونو  دغه پلان د پرله پسې نهم کال لپاره د عراق په ۱۲ ولایتونو کې اجرا کیږی او په دغو پروګرامونو کې د فاتحې مبارکې سورې او نورو واړو واړو سورو د قرائت سموَل او همداراز د حسینی اربعین زیارتوالو ته د نورو قرآنی خدماتو وړاندې کول شامل دي. 

د علوی دارالقرآن د مسئولانو په وینا،په بصرې ،کربلا، دیالی، بغداد،او کرکوک ولایتونو کې د قرآني کړیو او د حسینی موکبونو ، جوماتونو، اورګانونو په غږملتیا او پشتیبانۍ سره  او په عراق کې د قرآنیانو د اتحادئې په ملګرتیا سره  ۲۵۰قرآنی سټالونه او تمځایونه جوړیږی.

دغه پلان د هغو زیارتوالو د قرآني مهارتونو د ښه کولو په موخې سره ترسره کیږی چې د نړئ له ګوټ ګوټه د عتبات عالیات زیارت لپاره  عراق ته ورځي او همداراز د تلاؤت د کیفیّت پرلوړتیا او په زیارتوالو کې د قراني کلتور د پراختیا او د قرآن کریم د معارفو د سوئې د لوړتیا لپاره  تمرکز لري.

ددغه پلان د مسئولانو په وینا، دغه پلان  د حسینی اربعین زیارتوالو ته د خدماتو د رسونې او میلمه پالنې لپاره د حضرت امام علی علیه السلام د مقدس حرم  له تیارولو سره په یووخت  ئې د اجرا مقدمات اجرا کیږی. دغه زیارتوال  کربلا معلی ته له روانیدا مخکې په نجف اشرف کې د امام علی پاک حرم زیارت څخه مشرف کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4231239

captcha